کوټه(ویب نیوز) د بریکس مشرانو په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي کړکېچ پر اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو لورو یې د زغم او د شخړو د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د حل غوښتنه کړې ده. بریکس پر ملکي او اټومي تاسیساتو بریدونه غندلي، له یو اړخیزو بندیزونو سره یې مخالفت کړی او په غزه کې یې د اوربند او بشري مرستو د بېخنډه رسولو غوښتنه کړې ده.
