تازه خبرونه ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

حوثیان خپلې ستونزې لري، موږ له سعودي عربستان سره په جګړه کې نه یو: د ایران ولسمشر

کوټه(ویب نیوز) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ایران له سعودي عربستان سره د جګړې په حالت کې نه دی او حوثیان خپلې ستونزې لري. هغه وویل چې د سیمې ټول هېوادونه باید د سولې او امنیت لپاره په یوه مېز کې سره کښېني. پزشکیان ټینګار وکړ چې ایران جګړه نه غواړي، بلکې د خپلو نړیوالو حقونو او سولې غوښتونکی دی، او د سیمې د هېوادونو د خپلواکۍ ملاتړ کوي.