کوټه(ویب نیوز) یوې اسرائیلي ورځپاڼې ادعا کړې چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د یمني حوثي ډلې انصارالله پر ضد له اسرائیلو څخه د استخباراتي مرستې غوښتنه کړې ده. د راپور له مخې، سعودي ولیعهد له اسرائیلو او خلیجي هېوادونو سره مستقیمې او د امریکا د مرکزي قوماندې له لارې غیرمستقیمې اړیکې نیولې او د مرستې غوښتنه یې کړې ده. اسرائیلي ورځپاڼه وايي، وروسته له هغې چې امریکا د انصارالله پر ضد د بریدونو غوښتنه رد کړه، سعودي عربستان له سختو ستونزو سره مخ شوی دی. د سعودي دولتي رسنیو له مخې، شهزاده محمد بن سلمان په جده کې د امریکا د مرکزي قوماندې له مشر اډمیرل برېډ کوپر سره ولیدل او د سیمې پر تازه وضعیت او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې خبرې وکړې. دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې د یمن د حوثیانو له لوري پر سعودي عربستان بریدونه زیات شوي دي. بلخوا انصارالله ادعا کړې چې په سعودي عربستان کې یې د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله بریدونه کړي دي.
