تازه خبرونه ۱۴ ستمبر ۲۰۲۶

فجر فایو: د ایران هغه راکټ چې د هرمز تنګي ته سمندري ماینونه رسولی شي

کوټه(ویب نیوز) د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي کړکېچ په نوي پړاو کې د ایران د سپاه پاسداران هغه راکټ لانچرونه د امریکا له خوا په نښه شوي چې د واشنګټن په وینا د هرمز تنګي ته د سمندري ماینونو د رسولو لپاره کارول کېدای شي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د اګست پر ۳۰مه د لارک ټاپو ترڅنګ د سپاه پاسداران دوه لانچرونه هغه مهال په نښه شول چې د سمندري ماینونو د لېږدوونکو راکټونو د توغولو لپاره چمتووالی نیول کېده. د امریکا په وینا، دغه سیستم کولای شي پرته له کښتیو یا ماین اېښودونکو بېړیو، له وچې څخه هرمز تنګي ته سمندري ماینونه ورسوي. ایران د دې برید په غبرګون کې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډه توغندیز برید وکړ، چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د بریدونو او ځوابي بریدونو لړۍ بیا پیل شوه. امریکا له دې برید دوه ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې د هرمز تنګي له نړیوالو سمندري لارو یې ماینونه پاک کړي دي؛ د راپور له مخې د ماینونو د پاکولو عملیات څلور میاشتې روان وو او پکې سمندري غوطه‌وهونکو، روبوټي کښتیو او بې‌پیلوټه تر اوبو لاندې وسایطو کار اخیستل شوی و.