کوټه(ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي غوښتي چې په روسیه کې د ډیزلو پر تاسیساتو بریدونه ودروي. ټرمپ ویلي، دغو بریدونو د سونتوکو د کمښت لامل شوي او نړیوال بازار یې اغېزمن کړی دی. هغه خبریالانو ته ویلي چې له زیلینسکي سره یې په دې اړه خبرې کړې او اوکراین کولای شي نور هدفونه په نښه کړي، خو د ډیزلو پر تاسیساتو دې بریدونه نه کوي. ټرمپ ادعا کړې چې د ډیزلو نړیوال کمښت د منځني ختیځ له وضعیت سره تړاو نه لري، بلکې د روسیې او اوکراین د جګړې له امله رامنځته شوی دی. بلخوا اوکراین د روسیې د تېلو تصفیهخانې مشروع پوځي هدفونه بولي او وايي چې روسیه په دوامداره توګه د اوکراین پر انرژۍ تاسیساتو بریدونه کوي. د راپور له مخې، اوکراین په وروستیو میاشتو کې د اوږد واټن ویشتونکو بېپیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې پر تېلو تصفیهخانو بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د روسیې د سونتوکو تولید کم شوی او په ځینو سیمو کې د پټرولو کمښت رامنځته شوی دی. په امریکا کې د سپټمبر پر ۱۱مه د یوه ګیلن ډیزلو ملي منځنۍ بیه شاوخوا ۶.۰۶ ډالرو ته رسېدلې وه، چې یو کال مخکې ۳.۷۱ ډالره وه.
