تازه خبرونه ۱۵ ستمبر ۲۰۲۶

امریکا د لومړي ځل لپاره په فضايي مدار کې د وسلو د ځای پر ځای کولو اعتراف وکړ

کوټه(ویب نیوز) د امریکا د هوايي ځواک سکرتر ټرای مینک په لومړي ځل په رسمي ډول اعتراف کړی چې امریکا په فضايي مدار کې وسلې ځای پر ځای کړې دي. هغه ویلي چې د بدلېدونکو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې او د احتمالي دښمنانه بریدونو څخه د امریکايي ځواکونو د ساتنې لپاره په مدار کې موجودې دغه وسلې اړینې دي، خو نوموړي د وسلو د وړتیاوو او مدار ته د لېږلو د وخت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. چین په فضايي مدار کې د امریکا د وسلو ځای پر ځای کول غندلي او له واشنګټن څخه یې غوښتي چې په فضا کې د خپلې پوځي ځواک د پراختیا لړۍ ودروي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې چین د فضا د سوله‌ییز استعمال او خوندي ساتلو ملاتړ کوي او امریکا باید د نړیوال ستراتیژیک ثبات د ساتنې لپاره عملي اقدامات وکړي.