تازه خبرونه ۱۵ ستمبر ۲۰۲۶

د سعودي تېلو نل‌ليکې او د ایف ۱۵ جنګي الوتکو اډې ته سخت زیان

کوټه(ویب نیوز) د سپوږمکۍ انځورونو ښودلې چې د تېرې اوونۍ په برید کې د سعودي عربستان د ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو مهمې نل‌ليکې د یوه پمپ کولو مرکز ته سخت زیان اوښتی، چې رغونه یې ښايي له یوې میاشتې څخه ډېر وخت ونیسي او په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لا لوړې کړي. سعودي عربستان د هرمز تنګي پر ځای د سره سمندر له لارې د خامو تېلو د صادرولو لپاره پر دې نل‌ليکه تکیه کوي. سعودي حکومت پر دې برید په عراق کې د ایران پر ملاتړ لرونکو ملیشو تور لګولی، په داسې حال کې چې د یمن حوثیانو هم پر سعودي عربستان د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي. تازه سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د حوثیانو په یوه برید کې د سعودي عربستان شاه خالد هوايي اډه هم زیانمنه شوې، چېرته چې ایف ۱۵ جنګي الوتکې ځای پر ځای دي. سعودي حکومت د حوثیانو بریدونو ته د سخت ځواب ورکولو اعلان کړی دی۔