تازه خبرونه ۱۵ ستمبر ۲۰۲۶

چین: د فضا د جګړه‌ییز ډګر جوړولو له هرې هڅې سره مخالفت کوو

کوټه(ویب نیوز) چین په فضايي مدار کې د امریکا د وسلو د ځای پر ځای کولو مخالفت کړی او له واشنګټن څخه یې غوښتي چې په فضا کې د خپل پوځي ځواک د پراختیا لړۍ ودروي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په بیجینګ کې ویلي چې چین د فضا د سوله‌ییز استعمال او خوندي ساتلو ملاتړ کوي او په فضا کې د وسلو د سیالۍ، د فضا د وسلوال کولو او د جګړه‌ییز ډګر په توګه د هغې د بدلولو له هرې هڅې سره مخالفت کوي. ویاند له امریکا غوښتي چې د نړیوال ستراتیژیک ثبات د ساتلو لپاره عملي اقدامات وکړي. بلخوا د امریکا د هوايي ځواک سکرتر ټوري مینک په لومړي ځل په رسمي ډول تایید کړې چې د احتمالي دښمنانه بریدونو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو د ساتنې لپاره په فضايي مدار کې وسلې ځای پر ځای شوې دي.