کوټه(ویب نیوز) د یمن د حوثي غورځنګ ویاند یحییٰ سریع ادعا کړې چې د سعودي عربستان د سره سمندر پر غاړه د ینبع بندر کې د سعودي د تېلو شرکت ارامکو پر تاسیساتو د لسګونو بالستیک توغندیو او ډرونونو بریدونه شوي او د خمیس مشیط ښار پر یوې هوايي اډې هم څو بالستیک توغندي توغول شوي دي. د حوثیانو د ویاند په وینا، توغندیو او ډرونونو خپل هدفونه په نښه کړي او د بریدونو له امله پراخ اور او زیانونه رامنځته شوي، خو سعودي چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو تایید یا رد نه دی کړی. حوثیانو تر دې مخکې هم په مأرب کې د سعودي ایف ۱۵ جنګي الوتکې د نسکورولو ادعا کړې وه، خو د دې ادعا خپلواک تایید نه دی شوی. بل لور ته سعودي ائتلافي ځواکونو ادعا کړې چې د مکې مکرمې پر لور روان حوثي ډرون یې ویجاړ کړی، خو د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد د مکې مکرمې د په نښه کولو سعودي ادعا رد کړې او هغه یې دروغ بللي دي. دغه متضادې ادعاوې په داسې مهال شوې چې په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان په ملاتړ د یمني حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه یو ځل بیا شدیده شوې ده.
