تازه خبرونه ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

د مکې مکرمې پر لور د حوثیانو ډرون برید ناکام، سعودي عربستان د سختو اقداماتو اشاره وکړه

کوټه(ویب نیوز) د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ادعا کړې چې د سعودي هوايي دفاعي سیستم د مکې مکرمې پر لور روان د حوثیانو یو ډرون د مقدس ښار له حدودو ته له داخلېدو مخکې ویجاړ کړی دی. د ائتلافي ځواکونو ویاند ترکی المالکي ویلي، د ۲۰۱۷ کال د جولای له پېښې وروسته دا دویم ځل دی چې حوثیان د مکې مکرمې د په نښه کولو هڅه کوي. نوموړي ویلي، د مقدسو ځایونو او حاجیانو امنیت د سعودي عربستان لپاره سره کرښه ده او په دې اړه به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي، بلکې د حوثیانو پر وړاندې به اړین اقدامات ترسره شي. بل لور ته حوثي چارواکو د مکې مکرمې د په نښه کولو ادعا په کلکه رد کړې او هغه یې دروغ بللي دي. د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د ادعا شوي برید غندنه کړې او له سعودي عربستان سره یې د بشپړې همکارۍ او پیوستون څرګندونه کړې ده. په سیمه کې د زیاتېدونکي کړکېچ له امله امریکا هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې سعودي عربستان ته د سفر له کولو مخکې د امنیتي خطرونو په اړه له سره غور وکړي.