تازه خبرونه ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

مرستیال ولسمشر: ولسمشر ټرمپ له اسرائیل سره د لارې د بېلولو لپاره چمتو دی

کوټه(ویب نیوز) د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ادعا کړې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ که اړتیا احساس کړي، له اسرائیلي حکومت څخه د بېلې لارې د غوره کولو لپاره چمتو دی. جي ډي وینس ویلي، د امریکايي ولس او اسرائیلي حکومت ګټې په ځینو مواردو کې له یو بل سره توپیر کولی شي، نو امریکا نشي کولای خپله د منځني ختیځ بهرنۍ تګلاره د اسرائیل تابع وګرځوي. نوموړي وویل، په هغو برخو کې چې د امریکا او اسرائیل ګټې ګډې وي، دواړه به ګډ کار کوي، خو د اختلاف په صورت کې به امریکا خپله تګلاره تعقیبوي. هغه زیاته کړه، که ایران پر سمندري بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي، په نړۍ کې د انرژۍ بحران به هم دوام ولري.