تازه خبرونه ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

چین: امریکا او ایران دې خبرې اترې وکړي او د هرمز تنګي د ژر بېرته پرانیستلو لپاره دې اقدامات وکړي

کوټه(ویب نیوز) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې پر امریکا او ایران غږ کړی چې د شخړې د اوږدېدو پر ځای د «اسلام‌اباد یادښت» له مخې بامعنی خبرې اترې بېرته پیل کړي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد د خوندي ساتلو لپاره دې د هرمز تنګي د ژر بېرته پرانیستلو اقدامات وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په بیجینګ کې له وانګ یې سره لیدلي او د منځني ختیځ د روان وضعیت او سیمه‌ییزې سولې په اړه یې خبرې کړې دي. وانګ یې ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې دوام د هېڅ لوري او نړیوالې ټولنې په ګټه نه دی، چین د ایران او نورو خلیجي هېوادونو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي او پر ټولو لورو یې غږ کړی چې د یو بل ملي حاکمیت او امنیت ته درناوی وکړي او د سیمې د ګډو ګټو ساتنه وکړي. نوموړي خبرداری ورکړی چې چین نه غواړي په منځني ختیځ کې روان کړکېچ یمن او سره سمندر ته وغځېږي. د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې اوسني بحران یو ځل بیا وښوده چې د منځني ختیځ امنیتي جوړښت د لا پیاوړتیا اړتیا لري.