پاکستان ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

ایمان مزاري او هادي علي چټه له خوشې کېدو وروسته بیا ونیول شول

کوټه(ویب نیوز) د اسلام‌اباد پولیسو ایمان مزاري او د هغې مېړه هادي علي چټه د سترې محکمې له خوا د ضمانت له منظورېدو وروسته د اډیاله زندان څخه د خوشې کېدو پر مهال بیا په خپله ولکه کې واخیستل. د پولیسو سرچینو په وینا، دواړه د پولیسو له خوا له زندانه یووړل شول. سترې محکمې نن د ټرایل محکمې پرېکړه ځنډولې او دواړو ته یې د دوه، دوه لکه روپیو د ضمانتي مچلکو په بدل کې ضمانت ورکړی و. جسټس نعیم اختر افغان ویلي وو چې ضمانت به په اسلام‌اباد عالي محکمه کې د روانې قضیې تر وروستۍ پرېکړې پورې وي. محکمې دواړو وکیلانو ته د عدالتي نظم او درناوي د ساتلو سپارښتنه هم کړې وه.