کوټه(ویب نیوز) د سېنېټ د پټرولیم په اړه دایمي کمېټې په غونډه کې د پټرولیم محصولاتو د بیو د ټاکلو پر فورمول پوښتنې راپورته شوې. سناتور سیف الله ابرړو وویل، که څه هم په نړیوال بازار کې بیې راکمې شوې، خو په پاکستان کې یې اغېز نه ښکاري او د بیو په ټاکلو کې د کورني تېلو او ګازو تولید په پام کې نه نیول کېږي. کمېټې د پټرولیم څانګې څخه د اوسني نرخ ټاکلو د طریقې تفصیلي تحلیل غوښتی دی. چارواکو وویل، پاکستان د خپلې اړتیا شاوخوا ۳۰ سلنه پټرول او ۷۰ سلنه ډیزل په کور دننه تولیدوي، په داسې حال کې چې د خام تېلو ورځنی کورنی تولید شاوخوا ۶۴ زره بېرله دی. سناتور هدایت الله د ډیزلو د بیې پر ورځني زیاتوالي اعتراض وکړ او ویې ویل چې ډیزل د بسونو، موټرو او د توکو د لېږد لپاره کارېږي، نو هره ورځ د دې بیه لوړول مناسب نه دي.
