کوټه(ویب نیوز) د پټرولیم محصولاتو د بیو د لوړېدو له امله وفاقي حکومت د درېیو میاشتو لپاره د سپما کمپاین نافذ کړی او خبرتیا یې خپره کړې ده. د خبرتیا له مخې، دوکانونه، بازارونه او سوداګریز مرکزونه به د شپې په ۹ بجو، د ودونو تالارونه او نورې سوداګریزې چارې په ۱۰ بجو، او هوټلونه، رستورانتونه او کافيخانې به په ۱۱ بجو تړل کېږي. د ټیک اوې او کور ته د خوړو رسولو خدمتونه به له دې بندیز څخه مستثنی وي. درملتونونه، روغتونونه، کلینیکونه، لابراتوارونه، تنورونه، بیکرۍ، د شیدو او لبنیاتو دوکانونه، د پټرول او سي اېن جي پمپونه او د برقي موټرو د چارج مرکزونه هم مستثنی شوي دي. د درېیو میاشتو لپاره پر بهرنیو رسمي سفرونو بندیز، د دولتي موټرو ۵۰ سلنه کمول او د نویو موټرو پر پېرلو بندیز هم لګول شوی دی. د دولتي غونډو د ویډیو کنفرانس له لارې د ترسره کولو او پر رسمي مېلمستیاوو، سیمینارونو او کنفرانسونو د حکومتي لګښتونو د محدودولو پرېکړه هم شوې ده، او صوبايي حکومتونو ته د ورته سپمايي اقداماتو د عملي کولو سپارښتنه شوې ده.
