کوټه(ویب نیوز) د سرچینو په وینا د سپټمبر پر ۲۷مه د لانګ مارچ له امله په اسلاماباد کې د ریډ زون او پراخ شوي ریډ زون د تړلو پرېکړه شوې ده. د ریډ زون پر لور تلونکي ټول پنځه لارې به په بشپړه توګه وتړل شي، پر هره لاره به د کانټینرونو دوه پوړونه ولګول شي او درنه پولیس ځواک به ځای پر ځای شي. د سرچینو په وینا پراخ شوی ریډ زون به هم تړل کېږي او یوازې د بېړني حالت پر مهال به پرانیستل شي.
