پاکستان ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

د اسلام‌اباد د ریډ زون د تړلو لړۍ روانه، کانټینرونه ویلډ او لارې بندېږي

کوټه(ویب نیوز) په اسلام‌اباد کې د احتمالي احتجاجي لاریونونو او پرلتونو له امله د ریډ زون د تړلو لړۍ روانه ده. د سرینا څلورلارې په ګډون په بېلابېلو ځایونو کې کانټینرونه اېښودل شوي او لارې تړل کېږي، په داسې حال کې چې کانټینرونه د اوسپنیزو سیخانو او تختو په وسیله یو له بل سره ویلډ کېږي، څو لرې کول یې ستونزمن شي. د سرچینو په وینا، د ریډ زون شاوخوا د کانټینرونو له دېوالونو وروسته نور کانټینرونه هم اېښودل کېږي او د ښار په بېلابېلو داخلي او وتلو لارو کې امنیتي خنډونه زیاتېږي.