پاکستان ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

د ریلیف سکیم پر ځای دې د پټرولیم محصولاتو بیې راکمې شي: شاهد خاقان عباسي

کوټه(ویب نیوز) پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې حکومت دې د ریلیف سکیمونو پر ځای د پټرولیم محصولاتو بیې راکمې کړي، څو ولس ته نېغه ګټه ورسېږي. نوموړي وویل چې په ریلیف سکیمونو کې باید شفافیت یقیني شي. هغه زیاته کړه چې سوله‌ییز لاریون د هر وګړي حق دی، خو د دولتي او شخصي شتمنیو زیانمنول او د خلکو ورځنی ژوند ګډوډول د منلو وړ نه دي. د هغه په وینا، په اسلام‌اباد کې د لاریونونو پر مهال د کانتینرونو لګول عامو خلکو ته ستونزې جوړوي.