پاکستان ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

د کوهاټ پولیس لاینز چاودنه، د شهیدانو شمېر ۲۴ ته ورسېد، تر ۱۳۰ ډېر ټپیان

کوټه(ویب نیوز) د کوهاټ په پخوانیو پولیس لاینز کې جومات ته څېرمه له چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو عملیات بشپړ شوي او د چارواکو په وینا یو شمېر ترهګر وژل شوي دي. په چاودنه کې د شهیدانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی چې ۱۷ پولیس سرتېري هم پکې شامل دي، په داسې حال کې چې تر ۱۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. چارواکي وایي چې د پوځ کمانډوز سیمه پاکه کړې او پولیسو ته یې سپارلې ده. د خیبر پښتونخوا آی جي ادعا کړې چې په برید کې افغان ترهګر لاس لري.