کوټه(ویب نیوز) د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي ویلي چې تهران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپلې شرطونه د قطر له لارې واشنګټن ته رسولي او اوس د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځواب ته انتظار باسي. نوموړي ویلي چې قطر او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د منځګړیتوب هڅې کوي. د رضايي په وینا، د ایران په شرطونو کې په ټولو جبهو کې د جګړې پای، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادېدل او د سمندري محاصرې ختمېدل شامل دي. هغه وویل ایران خبرو ته چمتو دی، خو د امریکا د احتمالي بیاځلي برید امکان نه شي ردولای او تهران د داسې وضعیت لپاره چمتووالی لري. رضايي زیاته کړه چې ایران د خبرو د پیل لپاره اووه نور شرطونه هم امریکا ته رسولي، خو د دغو شرطونو جزیات یې نه دي اعلان کړي.
