مقامی ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

خاران کې د مرستیال کمېشنر منیر سومرو د تښتول کېدو راپور

خاران(ویب نیوز) د نوشکي ـ خاران پر سړک د وسله والو له خوا د خاران د مرستیال کمېشنر منیر سومرو د مبینې تښتونې راپور ورکړل شوی دی. د سرچینو په وینا، وسله والو د نوشکي ـ خاران پر سړک د مرستیال کمېشنر موټر درولی او نوموړی یې له ځان سره بیولی دی. خو د پېښې په اړه تر اوسه په رسمي توګه تایید نه دی شوی او د پېښې د څرنګوالي او نورو جزیاتو په اړه پلټنې روانې دي.