کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د قلات ترڅنګ پر ملي لویه لار این-۲۵ د امنیتي ځواکونو عملیات ستایلي او ویلي یې دي چې ځواکونو په پر وخت اقدام کې ۵ ترهګر وژلي او د هغوی له مرکز څخه یې ۲۳ تښتول شوي کسان په خوندي ډول ژغورلي دي. د وزیراعلیٰ په وینا، د عملیاتو پر مهال ۶ لارۍ، ۳ بسونه او ۲ موټرې، له ګڼ شمېر وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو سره هم ترلاسه شوي دي. میر سرفراز بګټي وویل چې د خلکو د ځان او مال او ملي لویو لارو د امنیت لپاره به د ترهګرۍ پر ضد عملیات دوام ولري او د «عزمِ استحکام» عملیاتو له مخې دولتي ادارې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره متحدې دي.
