کوټه(وېب نیوز) د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون صوبايي سلاکار نسیم الرحمن خان ملاخېل ویلي چې د چاپېریال ساتنه او دوامداره پرمختګ د حکومت د لومړیتوبونو په سر کې دي او په صوبه کې د هوا ککړتیا، اقلیمي بدلون، د ځنګلونو کمښت او د اوبو د سرچینو ضایع کېدو په څېر چاپېریالي ستونزو د هواري لپاره جامع تګلاره عملي کېږي. هغه وویل چې د صنعتي لوګي او اخراج د کنټرول، د ونو کېنولو د کمپاینونو د پراختیا او په ښاري سیمو کې د چاپېریال د ښه والي لپاره اقدامات پیل شوي او اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې د چاپېریال قوانین په کلکه عملي او د سرغړونکو پر وړاندې له توپیر پرته قانوني اقدام وکړي. نوموړي وویل چې د ولس له ګډون پرته چاپېریالي موخې ترلاسه کېدای نه شي، له همدې امله د تعلیمي ادارو، مدني ټولنې او رسنیو په همکارۍ د عامه پوهاوي کمپاینونه پراخېږي او د چاپېریال ساتونکي ژوندانه دود ته به وده ورکول کېږي. هغه زیاته کړه چې حکومت به راتلونکو نسلونو ته د پاک، شین او خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره خپل اقدامات روان ساتي.
