کوټه(وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا محمد خان شیراني ویلي چې مدرسې باید د کارخانو د قوانینو له مخې د ثبتولو پر ځای د تعلیمي ادارو په توګه ومنل شي، څو د مدرسو سندونو ته هم په تعلیمي ډګر کې رسمي اعتبار ورکړل شي. د عمران خان په اړه نوموړي وویل چې هغه د پاکستان په سیاست کې له نورو سیاستوالو څخه متفاوت رول ترسره کړی، خو د عمران خان او اسټېبلېشمنټ ترمنځ په بنسټیز ډول فکري او سیاسي اختلافونه موجود وو او په پاکستان کې په سیاسي چارو کې د اسټېبلېشمنټ رول څرګند پاتې شوی دی. د بلوچستان او سیمې د وضعیت په اړه مولانا شیراني وویل چې د روانې وینې تویېدنې تر شا د سیاست او اقتصاد ګډ تړاو کار کوي او له خلکو یې وغوښتل چې نه د اسټېبلېشمنټ او نه هم د وسله والو ډلو برخه شي او ځانونه له شخړو لرې وساتي. د جرګو په اړه یې وویل چې یوازې د جرګو جوړول ستونزې نه شي هوارولای، بلکې د کردار بدلون، رښتینولي او پر ژمنو عمل کول اړین دي. د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د هوکړې په اړه نوموړي وویل چې دا په سیمه کې د رامنځته شوي تشې د ډکولو هڅه کېدای شي، په داسې حال کې چې د ده په وینا پر ایران د فشار او کمزوري کولو هڅې به دوام ولري او ترکیه هم ښايي په راتلونکي کې له سیمه ییز فشار سره مخ شي. مولانا محمد خان شیراني دغه څرګندونې له خبریالانو سره د لیدنې پر مهال د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه د خبرو پر مهال وکړې.
