پاکستان ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

پښتانه او بلوڅ دې افغانستان ته له لېږلو مخکې له تاریخ سره مخ شي، حافظ حمدالله

اسلام اباد(وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مشر حافظ حمدالله د فواد چوهدري د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د پښتنو او بلوڅو د افغانستان ته د لېږلو پر ځای باید له تاریخ سره مخامخ شو. نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې په خپل بیان کې ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د پالیسۍ پایله وه او فواد چوهدري هغه مهال د نوموړي ویاند و. د حافظ حمدالله په وینا، د پښتنو او بلوڅو ایستل د ستونزې حل نه دی، بلکې فواد چوهدري باید د ده په خبره له پښتنو او بلوڅو بښنه وغواړي او د تېرو پالیسیو حساب ورکړي.