کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې ایران ته خبرداری ورکړی چې باید د امریکا له لوري د تړون او یا د یوې ویجاړوونکې وضعې ترمنځ انتخاب وکړي. ټرمپ وویل چې امریکا به ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د ایران د اقتصادي منزوي کولو لپاره د امریکا بندیزونه عملي کړي، خو هغه هیله څرګنده کړه چې بالاخره به له ایران سره تړون وشي او ښايي دا تړون د امریکا د منځمهالو ټاکنو وروسته وشي. نوموړي وویل چې ایران باید پر سوداګریزو بېړیو بریدونه ودروي، خپل اټومي ارمانونه پرېږدي او د ترهګرۍ ملاتړ ختم کړي. ټرمپ د غزې د وضعیت، د روسیې او اوکراین جګړې، د پاکستان او هند د جګړې، کیوبا او وینزویلا په ګډون د نړۍ پر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وکړې او ادعا یې وکړه چې د پاکستان او هند د جګړې په ګډون یې د ۸ جګړو په درولو کې رول لرلی دی. هغه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امریکا د برلاسۍ د ساتلو، د دې ټکنالوژۍ د پرمختګ نه محدودولو او په ګرینلنډ کې د امریکا د پوځي حضور د زیاتولو اعلان هم وکړ.
