اکوړه خټک، نوشهره (ویب نیوز) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د وزیراعظم په لارښوونه د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک لیدنه وکړه. د وزیراعظم د اطلاعاتو او خیبر پښتونخوا چارو همغږي کوونکي اختیار ولي خان او د صوبايي اسمبلۍ غړي جلال خان هم له وفاقي وزیر سره ملګري وو. دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک ته د رسېدو پر مهال د ملي سولې پیغام کمېټې غړو، د دارالعلوم حقانیه مرستیال مهتمم مولانا راشد الحق حقاني، د جمعیت علماء اسلام (س) امیر مولانا عبدالحق ثاني، مولانا سید محمد یوسف شاه او نورو علماوو او مشرانو د وفاقي وزیر هرکلی وکړ. په دې موقع د ملي سولې پیغام کمېټې همغږي کوونکي مولانا طاهر محمود اشرفي، سناتور حافظ عبدالکریم، مفتي عبدالرحیم، علامه عارف حسین واحدي، پیر نقیب الرحمان، علامه محمد حسین اکبر، ډاکټر محمد راغب حسین نعیمي، مولانا طیب پنج پیر، علامه ضیاء الله شاه بخاري، بشپ آزاد مارشل، راجیش کمار هرداساني او سردار رمېش سنګ اروړه هم موجود وو. د ملي سولې پیغام کمېټې له غړو او علماوو سره په لیدنه کې د سولې ټینګښت او مذهبي همغږۍ په اړه خبرې وشوې او په هېواد کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا او د ترهګرۍ پر وړاندې د ملي یووالي په اړه هم بحث وشو. وفاقي وزیر عطا الله تارړ وویل چې د سولې، زغم او ملي یووالي د پیغام پراختیا د وخت مهمه اړتیا ده. هغه وویل چې د ملي سولې پیغام کمېټه د سولې د ټینګښت، مذهبي همغږۍ او د ترهګرۍ پر وړاندې د ملي بیانیې په پیاوړتیا کې خپل رول ترسره کوي. عطا الله تارړ وویل چې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د ملي سولې پیغام کمېټې له لارې خلکو ته د سولې او ثبات پیغام رسوي. په دې موقع وفاقي وزیر عطا الله تارړ او د ملي سولې پیغام کمېټې غړو د دارالعلوم حقانیه له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، چې هلته د دارالعلوم د مهتمم له لوري هغوی ته د ادارې د دیني او تعلیمي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل شول. وفاقي وزیر د دارالعلوم دننه له تاریخي جامع مسجد عبدالحق څخه هم لیدنه وکړه. د ملي سولې پیغام کمېټې له غونډې وروسته علماوو د سولې د ټینګښت او ملي یووالي لپاره خپل عزم تازه کړ او د سولې د ودې او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ. وفاقي وزیر عطا الله تارړ او د ملي سولې پیغام کمېټې غړو د شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس ترنګزئي، مولانا حامد الحق حقاني او شهید مولانا سمیع الحق د روح د ایصال ثواب او د درجو د لوړوالي لپاره دعا وکړه.
