تازه خبرونه ۲۳ ستمبر ۲۰۲۶

ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ د ورو کولو غوښتنې رد کړې

کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نړیواله کچه د مصنوعي ځیرکتیا (اې آی) د پرمختګ د چټکتیا د کمولو غوښتنې رد کړې او ویې ویل، هر څوک چې د مصنوعي ځیرکتیا په پرمختګ کې مخکې شي، هماغه به بریالی وي. ټرمپ وویل، هغه به د داسې ټکنالوژۍ د پرمختګ مخه هېڅکله ونه نیسي چې د ده په وینا ښايي له صنعتي انقلاب څخه هم لوی بدلون رامنځته کړي. د امریکا ولسمشر وویل، ځینې کسان مصنوعي ځیرکتیا له صنعتي انقلاب او حتی له انټرنېټ څخه هم ستر پرمختګ بولي. نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د «سوپر انټېلېجنس» اصطلاح د کارولو پلان هم اعلان کړ او ویې ویل چې دا نوم د اې آی په پرتله ښه ښکاري.