کوټه (ویب نیوز) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس ویلي چې په تېره لسیزه کې د پیل شویو جګړو وېروونکې او ویجاړونکې پایلې لرلې او تر ټولو ډېر عام ولسونه ترې اغېزمن شوي دي. نوموړي په نیویارک کې د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل چې د جګړو پر مهال د بشري حقونو جدي سرغړونې شوې او لوږه هم د وسلې په توګه کارول شوې ده. ګوتریس وویل یوازې د پوځي ځواک له لارې سوله او اقتصادي ثبات نه شي رامنځته کېدای. هغه زیاته کړه چې نړۍ باید د فلسطین د ویجاړونکي وضعیت په اړه جدي غور وکړي، ځکه په فلسطین کې رامنځته شوې تباهي بې ساري ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې په اشغال شویو سیمو کې د یهودي مېشت ځایونو جوړول د نسلوژنې اندېښنې زیاتوي او د امنیت شورا اصلاحات اړین دي.
