کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د روغتیا صوبايي وزیر بخت محمد کاکړ د پښتون کلچرل ډې په مناسبت پښتنو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې ژوندي او باخبره قومونه خپل کلتوري او دودیز ارزښتونه او تاریخي میراث ساتي. هغه وویل چې پښتني کلتور د مینې، ورورولۍ، عاجزۍ، زغم، مېړانې، غیرت، مېلمه پالنې، سولې او ایثار له ارزښتونو ډک دی او د کلتور ورځې د لمانځلو موخه د دغو ارزښتونو پېژندنه او راتلونکي نسل ته د هغوی لېږدول دي. نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ چې خپل کلتور ژوندی وساتي او پښتني دودونه او اخلاقي ارزښتونه په مثبت ډول نړۍ ته وروپېژني. بخت محمد کاکړ وویل چې په بلوچستان کې بېلابېل قومونه او کلتورونه ژوند کوي، نو ټول باید د متقابل احترام، سولې، مینې او یووالي له لارې د هېواد او صوبې په پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي. هغه وویل چې کلتور د تېر، اوسني او راتلونکي ترمنځ تاریخي تړاو دی او د پښتون کلتور د مراسمو له لارې باید پرمختګ غوښتونکی فکر او مثبت ارزښتونه لا زیات روښانه شي.
