کوټه (ویب نیوز) د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې ایران د پاکستان ګاونډی هېواد دی او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ په صداقت او رښتینولۍ سره د منځګړیتوب رول ترسره کوي. نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په څنډه کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د اسلاماباد پر یادښت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ده لاسلیکونه وو، خو له هغې وروسته پېښو ناڅاپي بڼه خپله کړه. شهباز شریف وویل چې پاکستان هیله نه ده پرېښې او د لا پرمختګ لپاره خپلې هڅې په بشپړ تمرکز سره روانې ساتي.
