مقامی ۲۴ ستمبر ۲۰۲۶

د سیمې پرمختګ او د ولس د ستونزو حل زموږ لومړیتوب دی، شیخ زرک مندوخیل

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخیل ویلي چې د سیمې پرمختګ او د ولس د بنسټیزو ستونزو حل یې له لومړیتوبونو څخه دی، د ولس لپاره یې دروازې تل پرانیستې دي او له هر ډول توپیر پرته به د ولس خدمت ته دوام ورکړي. له یوه پلاوي سره په خبرو کې یې وویل چې ولس دوی د خپلو بنسټیزو ستونزو د حل او د سیمې د پرمختګ لپاره ټاکلي او ولسي استازیتوب د دوی لپاره یو مسؤلیت دی چې د ترسره کولو هڅه یې کوي. نوموړي وویل چې د پرمختیايي پروژو او بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د ولس د ستونزو د حل لپاره له اړوندو ادارو سره اړیکې روانې دي.