کوټه (ویب نیوز) د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډیم پمپنګ سټېشن د ترهګریز برید په اړه د پلټنیز کمېسیون اورېدنه د سپټمبر په ۲۴مه د جسټس محمد عامر نواز رانا په مشرۍ په پرانیستې محکمه کې ترسره شوه. د اورېدنې پر مهال د شاهدانو څرګندونې ثبت شوې، په داسې حال کې چې د بلوچستان زون کوټې د اېن سي سي آی اې اضافي مشر هم کمېسیون ته په خپله حاضر شو او خپل راپور یې وړاندې کړ. د راپور پر بنسټ کمېسیون مهمې لارښوونې صادرې کړې او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سکرتر ته یې امر کړی چې د راتلونکې اورېدنې پر مهال په خپله حاضر شي او د پېکا ۲۰۱۶ قانون د ۳۷مې مادې له مخې د ټاکل شویو دندو په اړه بشپړ راپور وړاندې کړي. د کورنیو چارو وزارت سکرتر به په راتلونکې اورېدنه کې له پلټنیز کمېسیون سره مرسته کوي.
