کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي ویلي دي چې په بلوچستان کې انسرجنسي نشته بلکې څو عناصر د هویت په نوم د بیلتون فکر ته وده ورکوي، داسې عناصر غواړي پاکستان د کیک په څېر ووېشي خو د پاکستان د ورانولو هېڅ سازش به بریالی نه شي.
دغه څرګندونې یې په کوټه کې د ۲۱م نیشنل ورکشاپ بلوچستان ګډونوالو ته په وینا کې وکړې. په دې موقع سینیټر دنیش کمار، د اطلاعاتو او سیاسي چارو مرستیال شاہد رند او پرنسپل سیکرټري عمران زرکون هم موجود وو.
اعلی وزیر وویل چې بلوڅ ځوانان یوې بې نتیجې جګړې ته هڅول کېږي چې نه به ځوانانو ته ترې څه ترلاسه شي او نه به د صوبې راتلونکي ته کومه ګټه ورسېږي. نابرابره پرمختیا او وروسته پاتې والی د بلوچستان د ناامنۍ اصلي لامل بلل سم نه دي، ځکه دا ستونزه د پاکستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې شته خو د پرمختګ لپاره هېڅ ځای کې ټوپک نه پورته کېږي او نه ناحقه وینې تویېږي.
هغه پر ځوانانو ټینګار وکړ چې د حقیقت او تصور ترمنځ توپیر درک کړي او د خپلې صوبې له سم تاریخ څخه خبر شي. په بهر کې ناست د پاکستان ضد عناصر د منظم پروپاګند له لارې ځوانان ګمراه کوي، نو ځوانان دې پر زده کړو، پرمختګ او روښانه راتلونکي تمرکز وکړي او د ریاست ضد پروپاګند برخه دې نه شي.
میر سرفراز بګټي وویل چې د ریاست او ځوانانو ترمنځ د واټن کمولو لپاره ځوانان په هره کچه اورېدل کېږي. یوازې د میرټوکراسۍ په وده سره ځوانانو ته د دوی حق ورکول کېدای شي. په بلوچستان کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ د ازموینې سیستم معرفي شوی دی ترڅو په دندو کې میرټ او شفافیت ډاډمن شي، هېڅ حق لرونکی به له خپل حقه نه محرومېږي.
اعلی وزیر وویل چې په صوبه کې په تیرو دوو کلونو کې د عامه سکتور پراختیایي پروګرام باندې سل سلنه پرمختګ شوی دی. د فساد ضد څانګه فعاله او د اعلی وزیر د پلټنې ټیم متحرک کړی شوی چې د پراختیایي پروګرامونو د څارنې پیل یې د هغه له خپلې حلقې څخه کړی ترڅو روښانه پیغام ورکړي چې د حساب ورکونې بهیر به بې توپیره وي. د فاسدو عناصرو پر ضد عملیات او نیونې روانې دي.
هغه وویل چې په صوبه کې د ښې حکومتولۍ بنسټ اېښودل شوی او د دې تسلسل به ساتل کېږي.
وروسته اعلی وزیر د دوه نیمو ساعتونو څخه زیات دوام لرونکي پوښتنو او ځوابونو په غونډه کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلو ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او غوره کارکردګي ښودونکو زده کوونکو ته یې لیپ ټاپونه هم وویشل.
