پاکستان ۲۴ ستمبر ۲۰۲۶

د چمن په سېکټور کې نښته، د افغان طالبانو د څو پوستو د په نښه کېدو راپور

کوټه (ویب نیوز) د سرچینو په وینا، د چمن په سېکټور کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ ډزې شوې دي، چې پر مهال یې پاکستاني ځواکونو ځوابي کارروایي کړې ده. سرچینې ادعا کوي چې په دې کارروایي کې د افغان طالبانو څو امنیتي پوستې په نښه شوې او د ۱۴ سرتېرو د وژل کېدو راپور هم ورکړل شوی دی. خو د دغو ادعاوو خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.