کوټه (ویب نیوز)د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ترهګر بللی، حال دا چې د ایران ولس خپله د ترهګرۍ هدف شوی او ایران د یرغل پر وړاندې د خپل دفاع حق کاروي. هغه وویل چې پر ایران په بریدونو کې نړیوال قوانین له پامه غورځول شوي، سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه ملکي وګړي بېځایه شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. د ایران ولسمشر پر امریکايي سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې ایران د خپل هېواد د دفاع لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري، د فلسطین او غزې وضعیت د نړیوالې ټولنې لپاره لویه ننګونه ده او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره سیمهییزه همکاري اړینه ده. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران په اړه دوهګونی معیار پای ته ورسوي او ویې ویل چې د سولهییزو موخو لپاره د اټومي ټکنالوژۍ کارول د ایران حق دی.
