تازه خبرونه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶

د مایکروسافټ خدماتو ګډوډي سایبري برید نه دی: د اسټرالیا د وزیر ادعا

کوټه (وېب نیوز)د اسټرالیا د کورنیو چارو او سایبري امنیت وزیر ټوني برک ویلي چې د مایکروسافټ له چارواکو سره تر خبرو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې د دغه شرکت خدمات ښايي د سایبري برید له امله نه وي ګډوډ شوي. نوموړي خبریالانو ته ویلي چې د مایکروسافټ چارواکي دا ستونزه د ۲۰۲۴ کال د کراوډ سټرایک له پېښې سره ورته بولي، چې هغه مهال د یوه خراب سافټویر اپډېټ له امله د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې کمپیوټرونه له ستونزو سره مخ شوي وو. د هغه په وینا، د مایکروسافټ د اوسني تخنیکي تعطل تر ټولو زیات اغېز پر برېښنالیکي خدماتو شوی دی.