کوټه (وېب نیوز)د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که اړتیا پېښه شي، پر ایران به بیا بریدونه وکړي او په دې برخه کې به هېڅ ډول ځنډ ونه کړي. ټرمپ په یوه مرکه کې ادعا کړې چې سعودي عربستان، قطر او د خلیج ځینو نورو هېوادونو ترې غوښتنه کړې چې د ایران پر وړاندې د پراخو بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي. نوموړي ویلي چې که د دغو هېوادونو غوښتنه نه وای، امریکا کولای شول په درېیو ورځو کې د ایران د انرژۍ بنسټونه، پلونه او صنعتي تاسیسات له منځه یوسي. هغه زیاته کړې چې که د حالاتو لوری بدل شي، نو د ایران پر وړاندې به له پوځي اقدام څخه ډډه ونه کړي.
