تازه خبرونه ۲۴ ستمبر ۲۰۲۶

چین ایران ته د ډرونونو او توغندیو پرزې ورکولې: د وال سټریټ ژورنال ادعا

واشنګټن (ویب نیوز) امریکايي مجلې وال سټریټ ژورنال د ایران د ګمرکي معلوماتو په حواله ادعا کړې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې چینايي عرضه کوونکو د ایران د دفاع وزارت او دفاعي ادارو ته د ډرونونو او توغندیو په جوړولو کې د کارېدونکو وسایلو او پرزو شاوخوا ۱۳۰۰ محمولې لېږلې دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې ایران ته د جي پي اېس وسایل، برقي موټرونه، د الوتکو د انجنونو پرزې او نور تجهیزات رسېدلي، او ادعا شوې چې د جګړې له پیل څو ورځې مخکې چین ایران ته ۳۰۰ ټنه کیمیاوي مرکبات هم ورکړي چې د بالستیک توغندیو د سون توکو په جوړولو کې کارېدای شي. په راپور کې دا هم ادعا شوې چې ایران ته د سمندري لارې د لاسرسي له ستونزمنېدو وروسته، د مارچ له میاشتې څخه د اپرېل تر پایه د ایران «ماهان ایر» هوايي شرکت له چین څخه تهران ته خپلې اوونیزې الوتنې زیاتې کړې او ځینې الوتنې مسافرو ته نه وې ځانګړې شوې، چې ښايي د کارګو د لېږد لپاره کارول شوې وي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جګړې وزیر پیټ هېګسېت مخکې پر چین او روسیې د ایران د مرستې تورونه لګولي وو، خو ټرمپ وروسته ویلي وو چې شي جین پینګ ایران ته د وسلو د رسولو د درولو ډاډ ورکړی دی. دا راپور په داسې وخت کې خپور شوی چې د چین ولسمشر شي جین پینګ امریکا ته تللی او له ټرمپ سره په لیدنه کې د سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا، تایوان او نورو موضوعاتو ترڅنګ د ایران اړوند مسایل هم د بحث وړ بلل کېږي.