تازه خبرونه ۲۶ ستمبر ۲۰۲۶

دکی: د ساختماني کمپنۍ پر کمپ وسله وال برید، یو ساتونکی شهید، ۱۲ مزدوران تښتول شوي، ماشینري سوځول شوې

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)

د بلوچستان په دکی ولسوالۍ کې یو ځل بیا امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی. د نانا صاحب زیارت په پلړی سیمه کې ناپیژانده وسله والو کسانو د ایس ایم سي ساختماني کمپنۍ پر کمپ برید کړی دی.

د پولیسو او مزدورانو د سرچینو په وینا، لسګونو وسله والو شرخوښو ناڅاپه پر کمپ برید وکړ او په بې دریغه ډول یې ډزې پیل کړې. د ډزو په پایله کې د کمپنۍ یو امنیتي ساتونکی پر ځای شهید شوی، په داسې حال کې چې د یوې لارې تیریدونکي په ګډون دوه کسان ټپیان شوي چې نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي.

تښتول شوي مزدوران کې د بیلابیلو صوبو غریب مزدوران شامل دي.

برید کوونکو د تلو پر مهال په کمپ کې ولاړه درنه ساختماني ماشینري او ۴ موټر هم اور واچاوه او وسوځول، چې له امله یې کمپنۍ ته دروند مالي زیان رسیدلی دی.
د پیښې له خبریدو سره سم د دکي مرستیال کمشنر، د ولسوالۍ پولیس او د امنیتي ځواکونو زیاته شمیره ځای ته رسیدلې ده. امنیتي سرتیرو ټوله سیمه کلابنده کړې او د وسله والو د نیولو او د تښتول شویو مزدورانو د بیرته راژغورلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د پولیسو چارواکي وايي چې د پیښې په اړه نورې پلټنې روانې دي او ژر به ککړ عناصر د قانون منګولو ته وسپارل شي.