کوټه (ویب نیوز) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د افغان طالبانو له لوري د سپین بولدک ترڅنګ د پاکستانۍ پوستې د ویجاړولو ادعا ناسمه او له حقایقو سره په ټکر کې بللې ده. د وزارت په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د سپټمبر د ۲۴ او ۲۵ نېټې ترمنځ شپه په ګلستان سېکټور کې د افغان ځواکونو د یرغل هڅه شنډه شوې او د طالبانو پوستو ته درانه زیانونه اوښتي دي. د وزارت په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ افغان طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. بیان کې ویل شوي چې د پېښې ځینې انځورونه او ویډیوګانې په رسنیو کې خپرې شوې او پر ټولنیزو رسنیو هم ګرځېدلې دي. د اطلاعاتو وزارت په وینا، د افغان دفاع وزارت له خوا د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې نه کېدو ادعا له واقعیت سره سمون نه لري.
