پاکستان ۲۶ ستمبر ۲۰۲۶

د بزګرانو اتحاد د غوښتنو د منلو لپاره اسلام آباد ته د اوږده مارچ اعلان وکړ

کوټه (ویب نیوز) د بزګرانو اتحاد مشر خالد حسین باټ د بزګرانو او ځمکوالو د ستونزو د هواري او غوښتنو د منلو لپاره له کوټې څخه اسلام آباد ته د اوږده مارچ اعلان کړی او ویلي یې دي چې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه به د بزګرانو او ځمکوالو کاروانونه په مارچ کې ګډون وکړي. نوموړي په کوټه پرېس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د کرنې له سکټور سره د مخامخ ستونزو تر هواري پورې به په ملي کچه مبارزه روانه وي. هغه وویل چې بزګران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په تېرو څو کلونو کې د ناسمو تګلارو له امله کرنیز سکټور زیانمن شوی، په داسې حال کې چې ګراني د عامو خلکو ستونزې هم زیاتې کړې دي. خالد حسین باټ د پنجاب وزیراعلیٰ مریم نواز پر کرنیزو تګلارو تحفظات څرګند کړل او د هغې د استعفا غوښتنه یې هم وکړه. نوموړي د بلوچستان له وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي څخه غوښتنه وکړه چې په صوبه کې کرنیزه بېړنۍ وضع اعلان او کرنې، اوبو لګولو او د بزګرانو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه وویل چې د ناامنۍ له امله په ځینو سیمو کې اداري چارې هم اغېزمنې شوې دي، چې له امله یې د خلکو او کرنې ستونزې لا پېچلې شوې دي. د بزګرانو اتحاد مشر وویل چې خوشحاله بزګران د بلوچستان او پاکستان د اقتصادي هوساینې بنسټ دی.