تازه خبرونه ۲۶ ستمبر ۲۰۲۶

د پولیس ځواک د ولس د ساتنې او د سولې د ټینګښت لپاره د لومړۍ کرښې رول لوبوي، د بلوچستان د پولیسو آئی جي

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)

د بلوچستان د پولیسو انسپکټر جنرل محمد طاهر ویلي دي چې د بلوچستان پولیس یو منظم او د نظم و ضبط پابند ځواک دی چې د ولس د ځان او مال د ساتنې، د امن د ټینګښت او د ترهګرۍ او جرمي عناصرو پر وړاندې په اغیزمنو عملیاتو کې د لومړۍ کرښې رول لوبوي.

هغه په کوټه کې پولیس دربار ته د وینا پر مهال خبرې کولې.

د بلوچستان د پولیسو آئی جي وویل چې د دندو د ترسره کولو پر مهال د پولیسو افسرانو او سرتیرو بې سارې قربانۍ نه هیریدونکې دي، د شهیدانو قربانیو ته به تل د قدر او احترام په سترګه کتل کیږي. د پولیس ځواک افسران او سرتیري د سختو او ستونزمنو حالاتو سره خپلې دندې په پوره مسؤلیت، سرښندنې او مسلکي هوډ سره ترسره کوي.

هغه وویل چې د پولیسینګ نظام د اوسني وخت له غوښتنو سره سم او لا اغیزمن کولو لپاره عصري وسایل، سرچینې او اسانتیاوې په کار اچول کیږي. د پولیسو افسرانو او سرتیرو د مسلکي وړتیا د لوړولو لپاره په عصري کرښو د روزنې ورکولو ته ځانګړی اهمیت ورکول کیږي او په دې اړه کړې ژمنې په عملي بڼه پلي کیږي.

آئی جي محمد طاهر وویل چې د پولیس ځواک د هوساینې لپاره اغیزمن ګامونه اخیستل کیږي. ځواک د عصري پولیسینګ لپاره په اړینو وسایلو سمبال کیږي چې پکې شاوخوا ۲۰۰ زغره وال موټر، له ۸۰۰ څخه زیات موټرسایکلونه او عصري او اغیزمنې وسلې شاملې دي.

هغه وویل د لوی خدای شکر دی چې په تیر پولیس دربار کې له افسرانو او سرتیرو سره د شوو ژمنو د پوره کولو بهیر په تدریجي ډول روان دی. موږ دا هوډ تکرار کړ چې د پولیس ځواک د مسلکي وړتیاوو د لا پیاوړي کولو، عصري پولیسینګ ته وده ورکولو او د افسرانو او سرتیرو د هوساینې لپاره د اقداماتو تسلسل به وساتل شي.

د دربار په پای کې د بلوچستان د پولیسو آئی جي د پرسونل ستونزې یو په یو واوریدې او د هغوی د شخصي ستونزو په اړه یې پر ځای امرونه صادر کړل، په داسې حال کې چې د پولیس لاین د ټیوب ویل سیسټم د سولرائزیشن کولو امرونه یې هم صادر کړل.