تازه خبرونه ۲۶ ستمبر ۲۰۲۶

د یونیسف پاکستان پلاوي د بلوچستان له روغتیا وزیر او سیکرټري سره لیدنه وکړه

کوټه (ویب نیوز) د یونیسف پاکستان پلاوي د بلوچستان له روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ او روغتیا سیکرټري سید مجیب الرحمن سره لیدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې په صوبه کې د روغتیايي اسانتیاوو او خدمتونو د ښه والي، روانو اصلاحاتو او د دوه اړخیزې همکارۍ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې. د یونیسف پلاوي په بلوچستان کې د ډي اېچ اېس ټو له لارې د روغتیايي اسانتیاوو د راپور ورکولو د سیستم د ښه کولو او د روغتیايي معلوماتو د څارنې، پلان جوړونې او پرېکړو لپاره د کارولو په برخه کې د بلوچستان روغتیايي معلوماتو او خدماتو د وړاندې کولو د یونټ هڅې وستایلې. پلاوي د مور او ماشوم روغتیا، واکسینونو ته د لاسرسي او د اړینو درملیزو خدمتونو د ښه والي په اړه د پرمختګونو ارزونه هم وکړه. په دې موقع د بلوچستان د روغتیا له ادارې او د اوسلو پوهنتون د اېچ اېس پي مرکز ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی هم وشو، چې له مخې به یې د ډي اېچ اېس ټو پلي کولو، څېړنې، سیمه‌ییزو نوښتونو او تخنیکي وړتیا لوړولو په برخو کې همکاري کېږي. د بلوچستان روغتیا ادارې د کارکوونکو د روزنې، اړینو وسایلو برابرولو او د ډیجیټل روغتیايي نظام په پلي کولو کې د یونیسف همکاري وستایله او ویې ویل چې د عصري ټکنالوژۍ او کره معلوماتو له اغېزمن استعمال سره په صوبه کې د روغتیايي خدمتونو پلان جوړونه او وړاندې کول لا ښه کېدای شي.