کوټه (ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون له مشر محمود خان اڅکزي سره ټیلیفوني اړیکه ونیوله. د سرچینو په وینا، سهیل افریدي له محمود اڅکزي څخه د لانګ مارچ په اړه لارښوونې وغوښتې او ویې ویل چې د تحریک انصاف د مشرانو مشوره دا ده چې لانګ مارچ وځنډول شي، خو محمود اڅکزي وویل چې د سپټمبر پر ۲۷مه د لانګ مارچ اعلان باید پر خپل ځای پاتې شي. د سرچینو په وینا، محمود اڅکزي زیاته کړه چې د سپټمبر پر ۲۷مې د راتلونکي تګلارې په اړه به له نورو مشورو وروسته پرېکړه کېږي.
