مقامی ۲۶ ستمبر ۲۰۲۶

هرنايي دولتي لېسه د شهید شین ګل خان ترین په نوم د نومولو پرېکړه

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان حکومت پرېکړه کړې چې د هرنايي دولتي لېسه د پاکستان پیپلز ګوند د هرنايي د عمومي منشي شهید شین ګل خان ترین په نوم ونوموي. د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي اړوندو چارواکو ته د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره لازمې لارښوونې کړې دي. وزیراعلیٰ ویلي چې د شهید شین ګل خان ترین قربانۍ ته د درناوي لپاره به لېسه د هغه په نوم ونومول شي او د شهیدانو قربانۍ او ملي او ولسي خدمتونه به تل یاد ساتل کېږي. هغه وویل چې د تعلیمي ادارې د شهید په نوم نومول به د هغه د قربانۍ او خدمتونو د یاد ساتلو ترڅنګ راتلونکو نسلونو ته د هغه د خدماتو د پېژندنې وسیله هم وي. نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان شهیدانو د سولې، ولس او هېواد لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي او حکومت به د هغوی د نومونو او خدمتونو د ژوندي ساتلو لپاره اقدامات جاري ساتي.