کوټه (وېب نيوز) د پاکستان تحریک انصاف د احتجاجي لاریون د اکتوبر تر ۴مې ځنډولو وروسته د یکشنبې په ورځ د اټک پله د هر ډول ترافیک پر مخ پرانیستل شو، چې ورسره له پېښوره اسلاماباد ته پر جي ټي سړک دوهاړخیز ترافیک هم بحال شو. د اسلاماباد او خیبر پښتونخوا ترمنځ د جي ټي سړک اېن-۵ د اټک خورد په سیمه کې له چهارشنبې راهیسې د دواړو خواوو پر مخ د هر ډول ترافیک لپاره تړل شوی و. د احتمالي احتجاج د مخنیوي لپاره د اټک پله او شاوخوا سیمو کې د شګو د بوجیو او کانټینرونو له لارې خنډونه جوړ شوي وو او پر سړک لوی مېخونه هم لګول شوي وو. بل لور ته پر موټروې اېم-۱ د هارو پل او څچ انټرچېنج لا هم تړلي دي، خو تمه ده چې دغه لاره به هم د یکشنبې په ورځ د ترافیک پر مخ پرانیستل شي.
