کوټه (وېب نيوز) وزیراعظم شهباز شریف په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو د بریالیو عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرو وژل د امنیتي ځواکونو د مسلکي وړتیا او زړورتیا څرګند ثبوت دی. وزیراعظم په خپل بیان کې وویل چې د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې ټول ولس د خپلو زړورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی. شهباز شریف وویل چې د پاکستان له خاورې د بهرني ملاتړ په وسیله د ترهګرۍ بشپړ له منځه وړل د حکومت عزم دی او د «عزمِ استحکام» له مخې به د ترهګرۍ پر ضد عملیات په بشپړ ځواک او هوډ سره دوام ولري. د یادونې وړ ده چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې امنیتي ځواکونو په تېرو ۹۶ ساعتونو کې د عملیاتو پر مهال له ۷۱ څخه د زیاتو ترهګرو د وژلو ادعا کړې ده. د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د سپټمبر په ۲۱مه په زیارت او شاوخوا سیمو کې عملیات ترسره شول او امنیتي ځواکونو د ترهګرو ګڼ مرکزونه پاک کړل.
