کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي ویلي دي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د امنیتي ځواکونو قربانۍ د قام لپاره د ویاړ وړ دي. د بلوچستان ولس د سولې د ټینګښت او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی.
وزیر اعلیٰ وویل چې د شعبان عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو ګڼ شمیر منظم پټنځایونه په مؤثره توګه په نښه کړي او له منځه وړي دي.
هغه وویل چې د شعبان په عملیاتو کې تر اوسه پورې 33 ترهګر وژل شوي دي، چې له دې جملې څخه په تیرو 72 ساعتونو کې 23 ترهګر وژل شوي دي. په نوشکي کې د ترسره شوي عملیات په ترڅ کې 11 او په مند کې د عملیاتو په ترڅ کې 6 ترهګر وژل شوي دي.
میر سرفراز بګټي وویل چې په تیرو 96 ساعتونو کې په ټول بلوچستان کې له 71 څخه زیات ترهګر وژل شوي دي.
د بلوچستان وزیر اعلیٰ څرګنده کړه چې ترهګر عناصر د خپلو ناوړه اهدافو له لارې په بلوچستان کې ناامني نشي رامنځته کولی. د “عزم استحکام” تر چتر لاندې د ترهګرۍ په وړاندې ملي هوډ نه ماتیدونکی دی او د ترهګرۍ په وړاندې عملیات به د هغې تر بشپړ خاتمې پورې دوام ولري.
