مقامی ۲۷ ستمبر ۲۰۲۶

د ولسي ستونزو حل او په انتخاباتي حوزه کې د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول لومړیتوب دی، شیخ زرک مندوخیل

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخیل ویلي چې د ولسي ستونزو حل او په خپله انتخاباتي حوزه کې د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول یې له لومړیتوبونو څخه دي، د خلکو لپاره یې دروازې تل پرانیستې دي او د رنګ، نسل او قوم له توپیر پرته به د خدمت لړۍ روانه ساتي. نوموړي له بېلابېلو پلاوو سره په خبرو کې وویل چې د خپلې حوزې د خلکو له ستونزو ښه خبر دی او د حل لپاره یې له اړوندو ادارو او چارواکو سره پرله‌پسې اړیکه لري. هغه وویل چې د سړکونو، اوبو، برېښنا، روغتیا، زده‌کړو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو په اړه د خلکو د شکایتونو د هواري لپاره هڅې روانې دي. شیخ زرک مندوخیل وویل چې د هزاره ټولنې په ګډون د ټولو قومونو او ټولنیزو ډلو د ستونزو د حل لپاره به په مساوي توګه کار کېږي. نوموړي زیاته کړه چې په پرمختیايي پروژو کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیول کېږي او د روانو پروژو د بشپړېدو او کیفیت د یقیني کولو لپاره به له اړوندو ادارو سره اړیکې دوام ولري. هغه وویل چې د خلکو او ټاکل شوو استازو ترمنځ پیاوړې اړیکه د ولسواک نظام بنسټ دی.